
روهي (درې نۍ/۱۷ د تلې)، د مسکو په (شرمتیوو) هوايي ډګر کې پولیس وايي چې، چې يو افغان يې د ۷۰ زره يورو په غېر قانوني لېږد نېولی دی.
پولسيو له نېول شوي افغان څېړنې کړي دي او او له ټولو نېول شوي پيسو يې يوازې د اته زره امريکايي ډالرو په اندازه پيسې بېرته ورکړي دي.
پوليسو دا مالومات نه دي ورکړي، چې نوموړی کس يادې ۷۰ زره يورو پيسې له کوم ځای کړې وې او چېرته يې د انتقال هوډ درلود.
له دې وړاندې هم په اروپايي هېوادونو کې پولیسو افغان کډوال د بيلا بيلو جرمونو په تور نيولي وو.