د نړۍ يو شمېر هېوادونه لېوالتيا لري چې له مسکو S-400 سېسټم واخلي

روهي (درې نۍ/۱۷ د تلې)، د نړۍ يو شمېر پرمختللي هېوادونه غواړي چې له مسکو سره هوکړې وړي او S-400 دفاعي سېسټم ورڅخه واخلي.

روسيې د S-400 او S-300 په د مزايلو دفاعي سېسټم جوړ کړی دی، چې په اوسنۍ نړۍ کې د مډرن سېسټونو څخه شمېرل کيږي.

د S-400 سېسټم پر سره د مسکو - نوي ډيلي، مسکو - دمشق، مسکو - انقرې ترمنځ هوکړې شوې دي او د پاکستان او سعودي عربستان  په شمول يو شمېر نور هېوادونو هم ښايي چې دغه سېسټم واخلي.

امريکا د نړۍ ټولو هغه هېوادونو ته د بندېزنو ګواښ کړی دی، چې له مسکو سره د S-400 او S-300 وسلو په اړه هوکړه وکړي.

د يادونې ده، چې تازه متحده ايالتو نوي ډيلي ته ويلي دي، چې له مسکو څخه د S-400 مزايلو په اخېستو سره به له بندېزونو سره مخ شي.