چين په خپل هېواد کې د (انټرپول پوليسو) مشر استعفا ته اړ کړ او اوس ترې پوښتنې راوانې دي

روهي (دوه نۍ/۱۶ د تلې)، په جين کې د نړيوالو پوليسو يا (انټرپول) مشر له خپلې دندې استعفا ورکړه او اوس د قضايي ادارو د پوښتنو او ګروېګنو لاندې دی.

د (انټرپول پوليسو) مشر منګ هونګ تېره ورځ له دندې استعفا ورکړه. پر نوموړي تور دی چې د خپلې دندې پر وخت يې رشوت اخېستی او قانون يې تر پښو لاندې کړی دی.

د چېن د بهرنيو چارو وزارت نن ورځ په يوې خبرپاڼه کې وويل، چې د منګ هونګ په اړه تورونه رېښتا ثابت شوي دي او نوموړی په دې برخه کې مجرم دی.

بهرنيو چارو وزارت دا خبرداری هم ورکړی دی، چې ټول هغه کسان به عدليي ادارو ته وسپارل شي، چې له منګ هونګ سره په کړنو کې شريک وو.

نړيوال پوليس يا International Criminal Police Commission يو نړيوال سازمان دی، چې د جنايي جرمونو په اړه په ټوله نړۍ کې ګډ کار کوي. دغه سازمان په ۱۹۲۳ کال کې رامنځ ته شوی دی.