
دنولسوه درې اتيا کا ل شپې ورځي وې . موږ په پيښور کې په مدرسه کې وو.
زموږ مدرسې د ليسې په څيردولس ټولگي درلودل د ديني کتابونو ترڅنگ مو حساب اوهندسه او نورعصري علوم هم لوستل ٠
سهار به هلکان او استادان په بسونو کې راتلل اوله رخصتي وروسته به هم بسونو هلکان او استادان چې له شاوخوا نژدې کمپونو راتلل کورونو ته رسول ٠
د موټر د مخې څوکيو کې به استادان کېناستل او شاته به شاگردان ناست وو ٠
مدرسې ليليه هم درلوده چې د ليرې کمپونو هلکان په کې اوسيدل ٠
جارالله مولوي صاحب زموږ دعربي صرف اونحوې استاد و ٠
دی له اصله په عالمه کورنۍ کې لوی شوی و . دڅلويښتو کلونو په منگ وو . تکه توره ږیره او نرۍ جگه ونه يې وه . تل به يې مرتب سپين کالي اغوستل او کله به چې صنف ته را ننوت نو په جگ غږ به يې وويل : السلام عليکم !
دی دومره په وخت مقيد و چې کله به يې د درس وخت شو نو په همغه دقيقه به صنف ته داخليده او دساعت تر پايه به له موږ سره ناست و ٠
مولوي صاحب جارالله ته تدريس داسې مقام درلوده لکه لمونځ. هيڅ به يې درس نه قضا کاوه ٠
خو موږ ترې تنگ وو او وجه داوه چې موږ هلکان وو د درس ترڅنگ مو لوبې خوښيدې . موږ ته به يې ډير خوند راکاوه چې کله به کوم استاد رانغی او يا به لږ ځنډ شو نوموږ به خپلو کې کيسې او نکلونه شروع کړل ٠ځينو خوبه لا پهلواني او خوسی هم کاوه . تردې چې د صنف دغولي سترنجي به یوې خواته ټوله شوه اودومره ګرد به جوړشو چی دصنف دیواځني څراغ رڼا به یې هم تته کړه .
خود شپو ورځو په تيريدو له استاد جارالله سره عادت شو. دعربي صرف او نحوې او د افعالو د گردانونو په تکرار يې ستړي کړو، تر دې چې ځينې شوخو هلکانو مولوي صاحب ته (ضَرَبَ) لقب ورکړ٠
يوه به په کې وويل : ضرب مولوي صاحب راغی ، هلکانوغلي سئ ٠
خو مولوي صاحب خبر نه و چې موږ څه نوم ورته غوره کړی دی ٠
ده به حتی د شاگردانو دتاديب لپاره هم قرآني الفاظ په کارول ٠ چا به چې د درس په وخت کې شور ځوږ کاوه نو ورته به یې وويل : ای ! دابې غلی سه ٠
دا به حيوان ته وايي او جمع يې دواب ده ٠
يوه ورځ مو تحريري امتحان درلوده. چې کله پارچې وويشل شوې نو ځينې هلکانو د نقل کوشش کاوه ،اخوا ديخوا يې کتل ٠
مولوي صاحب چې ممتحن و په جگ آواز يې په قرائت وويل : ولاتمدن عينيک ٠٠٠ الايه ٠ ( سترگي اخوا ديخوا مه غړوه ) ٠
امتحان تير شو. يوه ورځ سهار وختي چې کله په صنف کې کېناستو نوځينو هلکانو چې له جارالله مولوي صاحب سره په بس کې يوځای راتلل، وويل چې دمولوي صاحب مور وفات شوې ده ٠
نوموږ داسې وانگيرله چې نن خو به د نحوې درس نه وي او قضا به سي ٠
خو نه ، داسي ونه شو . د ساعت له پيل سره سم مولوي صاحب صنف ته داخل شو، په داسي حال کې چې بڼه يې ژيړه اوښتې وه او دخپگان نښې يې په مخ له ورايه ښکاريدې ، دتل په شان يې په اوچت غږ سلام واچاوه او بيا يې وويل : هلکانو! اول به درس ووايو او بيا به ولاړ سو جنازې ته ٠
موږ چې ټول د استاد په خپگان خپه وو، کله چې مولوي صاحب د کتاب عبارت پيل کړ نوآواز يې هم بدل و او موږ يې نورهم غمجن کړو ٠
ټول هلکان درس ته نه بلکه له ډيرخپگانه چپ کېناستو او د درس ترپايه چان سوڼ هم ونه کړ ٠
مولوي صاحب په خپلو نيکو اخلاقو او عالي کرکتر ورو ورو د ټولو هلکانو په زړونو کې ځان ته ځای پيدا کړ ٠زه چې هغه کال اول نمره شوم ، دعربستان د ثانوي زده کړې د بورس مستحق وگڼل شوم ٠
دوه نور همصنفيان مې هم راسره ولاړل چې يو دوم او بل دريم نمره وو ٠
ما ته هلته په يوه بسيطه مقارنه معلومه شوه چې زما پخوانی استاد څومره په عربي قواعدو کې وارد و خو عربي غږيدلای نه سو او نوي معلمان چې په عربي ډيرښه پوهيدل او غږيدل له قواعدو سره يې دومره آشنايي نه وه ٠
زما لږ ږيره په مخ وه ، د ځواني او ليونتوب شپې ورځې وې، چاړه مې پرې کش کړه او کله ناکله به مې موسيقي هم اوريده ٠
زما ملګرو چې د اوړي په رخصتۍ کې کورونو ته تللي وو مولوي صاحب يې ليدلی وو هغه زما پوښتنه ترې کړې وه ٠
هغوی په شوخي کې ورته ويلي وو چې ملا اوس ږيره رخيلې او ساز هم اوري ٠
مولوي صاحب چې د دې خبرې په اوريدو ډير متاثر شوی و، ماته یې دعتاب کلمات راوليږل ٠
وايي مولوي صاحب وروسته څو ځلې په صنف کې ويلي وو چې زما يو ډير ښه شاګرد عربستان ته تللی خو اوس خبرشوی يم چې ږيره يې رخيلې او گمراه شوی دی ٠ هلکانو ! دعا ورته وکړئ چې خدای يې په لاره کړي ٠