پر هندوستان د امريکا د بندېزونو په اړه د هند غبرګون

روهي (دوه ني/۱۶ د تلې)، هندوستان د روسيې د ولسمشر ولادميير پوتين د سفر پر مهال له روسيې څخه د S-400 مزايلو د اخېستو پر سر مسکو او دوي ډيلي هوکړه کړې ده.

هندوستان وايي، چې د هند او روسيې ترمنځ دغه هوکړه ښايي دا پايله ورکړي، چې هندوستان به د امريکا متحدو ايالتو له بندېزونو سره مخ شي.

د هندوستان د پوځ مشر بیپن راوات ويلي دي، چې د امريکا د بنديزونو په اړه مسکو بايد اندېښنه ونه کړي، ځکه چې هندوستان د يو خپلواک هېواد په توګه دا حق لري چې پرمختللو وسلو ته لاس رسی ولري.

بیپن راوات ويلي، چې هند نه يوازې له مسکو سره بلکې د امريکا په شمول د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم دا ډول هوکړې او تړونونه کولی شي.

امريکا له دې وړاندې ټولو هېوادونو ته خبرداری وکړی وو، چې که چېرې د روسيې اِس - ۴۰۰ مزايل سېسټم کوم هېواد واخېست نو بندېزونه به پرې ولګوي.