د تلې ۲۸مه، پارلمان ته تلونکې لار او د حکومت پټه اجنډا

سخته ټاکنیزه منډه ترړه روانه ده، نوماندانو شپه او ورځ یوه کړې ده. د ولسي جرګې لپاره د تلې میاشت ۲۸مې نیټې ټاکنو ته نوماندان په خرپ او ترپ سره خپل ټاکنیز کمپاین مخته وړي. د کابل په ګډون د ټول افغانستان کلي او ښارونه د نوماندانو په رنګه، زرینو او ډول ډول عکسونو او پوسترونه باندې رنګین شوي دي.
 
نوماندانو د تلې ۲۸مې ټاکنو وړلو ته ټینګه ملا تړلې او هر یو په خپل وار سره فکر کوي چې له راتلونکو ۲۴۹ وکیلانو څخه یو دی. د شعارونو بازار تر دې کچې تود او د وکالت له سویې لوړ دی، چې ته فکر کوې د امنیت شورا د پنځو دایمې غړو هیوادو ولسمشری څوکۍ ته کاندید شوي دي—هغه هیوادونه چې د نړۍ د مشرتابه او اداره کولو چاره یې په غاړه ده. د نوماندانو او د دوی د پلویانو ترمنځ لیده کاته شپه او ورځ روان دي، خلکو سره ډول ډول (نه عملي کیدونکې) ژمنې کیږي، هر نوماند خلکو ته ځان تر ټولو ډير خواخوږی، صادق، وړ او د خلکو خادم ښیي.
 
د ولسي جرګې څوکۍ ته نوماندان په څو برخو سره ویشلی شو. یوه برخه یې د اوسني پارلمان فعال غړي دي—هغه چې فکر کوي دوی خو سل-په-سلو کې وړونکي دي، ځکه کوم صادقانه وکالت او له فساده پاک خدمت چې دوی ولس ته کړی، نو کله ولس هغه هیرولی شي؟. بله برخه یې د جهادي-قومي رهبرانو ځامن او د کورنۍ غړي دي. دوی په دوه لاملو ځانونه نوماند کړي: یو دا چې د دوی د پلرونو تاریخ تیر او عمر یې کابو پای ته رسیدلی او له دې څخه ویري چې خدای مه کړه، د پارلماني دورې له بشپړیدو مخته مړ شي. بل لامل یې دا دی چې دوی باید خپل قدرت او نفوذ خپلو ځامنو ته په خپل ژوند کې انتقال کړي—هغه کوم خدمت چې د دوی پلرونو د قدرت له لارې افغان ولس ته کړی وو، اوس یې باید د دوی ځامن وکړي؟
 
بله برخه نوماندان هغه د لویو سوداګرو او د امریکا او ناټو ځواکونو لوی قراردادیان او خپلوان دي. سوداګرو خو په دې دلیل ځان کاندید کړي چې د وکالت د څوکۍ له لارې خپله شتمنی وساتي او د سوداګری په مخ کې پراته خنډونه کم کړي. خو د ناټو ځواکونو قراردادیان او د ناقانونه لارو د پیسو ګټونکو ځکه ځانونه کاندید کړي چې دغه ګټل شوې تورې پیسې سپینې کړي او په قانوني پیسو یې واړوي. داسې رپوټونه شته چې دا ډول نوماندانو د ټاکنیز کمپاین په لومړیو لس ورځو کې، د دوه ملیونه ډالرو په شاوخوا کې پیسې لګولي. تاسو فکر وکړی چې دا دومره ستر لګښت د څه لپاره؟ آیا پارلمان کومه ملیارډ-ډالري پروژه ده چې دومره ستر مصرف ورباندې کیږي؟
 
وروستۍ ډله نوماندان هغه دي چې په غرب کې ژوند کوي، یا یې په غرب کې لوړې زده کړې کړي او د غرب په ثقافت کې ویلې شوي او یا هم هغه ځوانان دي چې غرب ته تمایل او له اسلامي-سیاسي فکر او ارزښتونو څخه لرې او په هغو بې باوره دي. دغه ډله نوماندان د امریکا سفارت او د افغان حکومت له خوا په پلان شوي ډول راوړل شوي او ورته ډاډ ورکړل شوی چې تاسو سره د حکومت او امریکایې سفارت او نورو بنسټو (لکه ډیمکراسي د افغانستان لپاره) له خوا مرسته کیږي او تاسو به هرو مرو پالمان ته لار پیدا کوی.
 
د حکومت پټه اجنډا
د اشرف غني په مشری، افغان حکومت د امریکا په دستور داسې اجنډا او پلان جوړ کړی چې په ترڅ کې د "نسل د بدلون" تګلاره پلي او عملي نتایج وویني. د نسل د بدلون تګلارې موخه او مقصد دا دی چې نور افغانستان د اسلامي-قومي څیرو له ولکې څخه وباسي او د هغه ځوان قشر په لاس یې ورکړي چې غربي (امریکا او اروپا) ثقافت ته ژمن او په هغه باور ولري.
 
امریکا دغه ستراتیژي په ډیرو نورو اسلامي هیوادو لکه، مصر، ترکیه، پاکستان او... کې پلي کړې او اوس یې دا دی په افغانستان کې پلي کوي. که تاسو د غني د حکومت تیرو څلورو کلونو ته وګورئ، نو په واضح ډول به و مومی چې څومره یې جهادي-قومي مشران څنډې ته کړي او د ځواک کړی یې ورته تر وروستۍ کچې محدوده کړې.
 
که تاسو په امنیتي سکتور کې د وروستیو اصلاحاتو (تقاعد) لړۍ ته وګوری، نو ټول هغه جنرالان او ډګروالان چې تقاعد کړل شول—هغه پخواني جهادي-قومي څټې وې چې لګ تر لګه یې په اسلامي ارزښتونو باور درلود او له اسلام سره یې خواخوږي لرله. دې ته ورته، که د حکومت مهمو څوکیو ته ځیر شئ، په مطلق ډول به هغه ځوانان و وینی چې له امریکا او اروپا څخه راغلي او دغربي هیوادو پاسپورټونه یي په جیب کې پراته دي. دا په داسې حال کې ده، چې په زرګونه هغه ځوانان چې لوړې زده کړې او ښې تجربې لري او له وزګارتیا سخت رنځ وړي، خو دوی ته د پنځم بست ماموریت هم نه رسیږي، یوازنی جرم یې دا دی چې د امریکا او اروپا پاسپورټ نه لري او نه یې په هغو هیوادو کې لوړې زده کړې کړي.
 
د تلې د ۲۹مې ټاکنو کې، د افغان حکومت، امریکا سفارت، USAID او ځینو نورو بنسټونو پټه اجنډا دا ده چې راتلونکی پارلمان نوی کړي او د لاندې شرایطو او صفاتو لرونکي کسان ورته دننه کړي:
- پارلمان باید ځوان شي— هغه کسان چې عمر یې له ۴۰ کلونو څخه کم وي، هغوی ته به اولویت ورکول کیږي.
- هغه افغان ځوانان چې په غرب کې ژوند کړی او هلته لوی شوي دي او د غربي هیوادو تابعیت ولري.
- هغه افغان ځوانان چې که غربي تابعیت نه لري، خو په غربي ثقافت او لیدلوري باندې باور ولري او په غرب کې لوړې زده کړې کړي.
- هغه څیرې به تر ډیره پارلمان ته لار پیدا کوي چې په سیاسي اسلام بې باوره وي او سیکولریستي تمایلات ولري.
- د قومي مشرانو او استاذو له شتون څخه به پارلمان تصفیه کړي—هغه چې له بومي ارزښتونو سره تړلي دي او هغه ته ژمن دي.
د یادولو ده چې پورته اجنډا به په دې دوره ( د تلې د ۲۸مې ټاکنو) کې په مطلق ډول تطبیق نه شي، بلکې کیدای شي چې د راتلونکي ولسي جرګې نیمایي او یا هم دوه پر درې برخې وکیلان له یادو کسانو څخه وي، ځکه چې اوس هم د دې سیاست په مخ کې ولسي او فرهنګي خنډونه ډیر دي.
 
د ټاکنو پایلې او نوی سرخوګی
د ولسي جرګې لپاره د تلې میاشتې د ۲۹مې نیټې ټاکنې خو به تر سره شي، پایلې به یې بالآخره اعلان شي. خو په ټاکنو کې د شوو درغلیو او تقلب نوی کړکیچ به افغان ولس ته بل نوی سرخوګی او نوې ټکه وي.
 
که څه هم چې د ټاکنو کمیسون د رڼو ټاکنو د تر سره کولو په موخه، د بایومتریک دستګاو د کارونې خبره کوي او وایي چې کابو ۲۲ زره دستګاوې د رای ورکولو په ټولو مرکزو کې ځای په ځای شوي دي. خو کارپوهان په دې باور دي چې دغه د بایومتریک دستګاوې نه شي کولی چې د رای ورکولو په ورځ د درغلیو مخه ونیسي او همداشان د کمیسون استاذي کولی شي چې له دستګاه څخه په استفادې، د حکومت د خوښې نوماند په ګټه کار واخلي. د بایومتریک دستګاه د حکومت او د ټاکنو د کمیسون د مهنډیسي شویو درغلیو په خدمت کې یوه د توجیه وړ آله ده چې حتی د حکومت لوی ملي ائتلاف یې ور باندې دوکه کړی.
 
د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به تر ډيرې مودې پورې د درغلیو او تقلب د څیړلو لړۍ روانه وي او زموږ کړیدلی ولس به بیا په څو برخو سره و ویشي او درځونه به ژور کړي.
 
که خبره سره را ټوله کړو، نو ویلی شو چې نه حکومت د افغان ولس د ناخوالو د سمون او اصلاح اراده لري او نه هم امریکا. دا ټاکنې به د تیر په څیر مهنډیسي شوې مخته لاړې شي او د امریکا او د غني د حکومت د خوښې پارلمان به رامنځ ته کړي. بیا به هر ډول قانون او هوکړې چې امریکا او حکومت یې د تصویب اراده لرله، د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو او عقایدو په نظر کې د نه نیلو سره، په ډيره آسانی سره تصویب او تطبیق کړي.
 
له بده مرغه، د تیرو څو دورو پارلمان له فساد څخه دومره ډک وو چې له شتون نه یي، نه شتون سل ځله بهتره دی. د تیرو دورو وکیلانو له چور، غصب، غلا، جاسوسۍ، قومي او ژبني تفرقې، قاچاق، ظلم او زورګوی څخه بل کار نه دی کړی. راتلونکي ته باید سړی هیله من وي؛ خو موږ د پارلمان له آدرسه دومره کړیدلي او ځوریدلي یو، چې د پارلمان نه شتون ته ډير خوښ یو تر شتونه یې.