
د افغانستان د انتخاباتو قانون د دیارلسمې مادې د څلورم بند له مخې: د حکومت غړي، قاضیان، څارنوالان او ملکي کارکوونکي چې د ولسمشریزو ټاکنو، ملي شورا، ولایتي او د ولسوالیو شورګانو ته ځانونه نوموي، اړ دي چې د انتخاباتو له پیلېدو (۷۵) ورځې مخکې له خپلو دندو استعفا وکړي.
برعکس په دې ورځو کې ډیری نوماندان لېدل کېږي، چې له خپلو رسمي دندو څخه یي استعفا نه ده کړې او په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې داسې بوخت دي لکه خپلې اصلي دندې یي چې هېرې کړې وي.
هغه نوماندان چې د پوهنتون او د مکتب د استادی دندې لري، همهاله په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې بوخت دي. بهتره دا وه چې یادو نوماندانو لومړی خپلې د استادۍ مقدسې دندې پرېښې او بیا یې انتخاباتي کمپاینونه پیل کړي وای.
د افسوس ځای دی، چې د نوماند شعار د قانون حاکمیت دی، اما پارلمان ته له تګ مخکې قانون تر پښو لاندې کوي.
هغه محصلین چې له سلو ستونز سره لاس او ګریوان دي ، د پوهنتون فیس پیدا کوي، له سلو ستونزو او امنیتي تهدیداتو سره سره پوهنتون ته ځي، ترڅو د خپلې راتلونکې د ښېرازۍ لپاره یوه څه زده کړي، خو له دې بې خبره چې ښوونکی صاحب، ېې په خپلو انتخاباتي منډو ترلړ کې داسې غرق دی چې، خپل شاګرد خو څه چې، آن خپل ځان ترې هېر دی، نو محصل بیچاره دې یوازې د ټاکنو ورځې ته شیبې شماري.
په دې لیکنه کې ، زما موخه د کوم ځانګړي کس سپکاوی نه بلکې د زړه درد دی او دا درد یوازې زه نه بلکې داسې ډېر روڼ انده کسان لري. مشرانو ویلي: “دوې هندوانې په یو لاس کې نه نیول کېږي” ښه به دا وه چې دې استادنو لومړی خپلې دندې پریښې او بیا یي په آرامه او آسوده وجدان خپل انتخاباتي کمپاینونه پرمخ وړي وی.
لیکنه : زاهد صدیقي