
روهي (دوه نۍ/۱۶ د تلې)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر خپل ټوېټر ليکلي دي، چې غواړي په نېږدې راتلونکي کې د شمالي کوريا له مشر کېم جونګ اون سره وګوري.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو له اون سره په لېدنه کې هوکړه کړې ده، چې د دواړو هېوادونو مشران په نېږدې راتلونکي کې يو ځل بيا سره وګوري.
مايک پمپيو تېره ورځ شمالي کوريا ته تللی وو، چې له مشرانو د لېدنې د خبرو ترڅنګ يې د اټومي وسلو په اړه هم خبرې - اترې کړي دي.
ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون د جون په مياشت کې د ولومړي ځل لپاره په سېنګاپور کې سره ولېدل.