اڅکزی: ټول پښتانه دې د افغانستان تابيعت او پاسپورټ واخلي

روهي (دوه نۍ/۱۶ د تلې)، د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي په پاکستان کې له ټولو مېشتو پښتنو غوښتي دي، چې دوی بايد ټول د افغانستان پاسپورټونه واخلی.

نوموړي دغه خبره تېره ورځ په کویټې کې (د ډیموکراسۍ د شهیدانو د ورځې) په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې کړې ده.

اڅکزي خپلو پلويانو ته ويلي دي، "زه به هم د افغانستان تابيعت اخلم او تاسو هم ټول بايد د افغانستان تابيعت او پاسپورټونه واخلي."

نوموړي دا هم ويلي دي، چې دا خاوره د پښتنو ده او يوه ورځ به دلته خپلواکه پښتونستان حتماً جوړيږي.

اڅکزی وايي چې د پاکستان د پوځي جنرالانو په شمول ډيری کسان د نورو هېوادونو پاسپوروټونو لري، نو پښتانه هم کولی شي، چې د افغانستان تابيعت او پاسپورټ واخلي.