
D4A یا ولسواکي د افغانستان لپاره پروسې د هېواد ناخوالو، د ولس غوښتنو، د پارلمان برحاله وکیلانو او زورواکانو کړنو ته په کتو سره له څلور میاشتو راهیسې داسې فعالیتونه ترسره کړل، څو وتوانېده چې د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه هر ډول تعصب او تبعیض ته په نه پاملرنې سره ځوان، خپلواک او ملي احساس لرونکي کاندیدان راټول او ټولنې ته ور وپېژندل، دغه پروسه وتوانېده چې پخپل څلور کلن فعالیت کې ځوانانو ته د داسې غونډو زمینه برابره کړي، چې یو له بل سره خپل نظریات او برنامې شریکې کړي او وکولی شي د زورواکو او قاچاقبرانو په وړاندې خپله انفرادي مبارزه په ډله اییزې مبارزې بدله کړي، چې دې کار یې مخالفین ولړزول او سمدلاسه یې په ناسمو او بې بنسټه افواهاتو او ټاپو لګولو لاس پورې کړ.
دغې پروسې خپلې ټولې چارې په رسنیزه توګه د ولس په وړاندې پرمخ یوړل، هر څه یې له ولس سره شریک کړل څو په دې برخه کې د ولس کلک ملاتړ ترلاسه کړي، او وکولی شي څو ځوانانو ته د مبارزې په لار کې یوه مثبته انګیزه او د ملاتړ ډاډ ورکړي. له نیکه مرغه چې همداسې وشول، له ځوانانو سره دوه ناستې ترسره شوې او د یوې سیمې ځوانان کاندیدان د بلې سیمې له ځوانو کاندیدانو سره په ټوله معنا بلد کړل.
دې پروسې د ځوانانو زده کړو، پلانونو او روښانفکرۍ ته په کتو سره هغوی ته د مبارزې یوه داسې انګیزه ورکړه چې له مخې یې وکولی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د هیواد د ابادۍ او د زورواکو او پردیو جاسوسانو په وړاندې مقاومت وکړي.
په دې غونډو کې ټولو هغو ځوانو نوماندانو ګډون کړی وه، چې د لوړو زدکړو، روښانه فکر، پیاوړې ارادې، قوي پلانونو او ولسي ملاتړ څخه برخمن وه، هر یو یې د هیواد په وړاندې ځان مسول او ابادول یې خپل مسولیت ګڼي.
یادې پروسې چې څه ډول خپلې چارې پرمخ یوړلې په همدې ډول یې هیله درلودله چې رسنۍ به ورسره په دې رښتینې مبارزه کې مرسته او همکاري وکړي. خو له بده مرغه چې ځینو رسنیو په دې برخه کې له دې پروسې څخه مثبته مرسته او همکاري وسپموله او د زورواکو په ګټه یې داسې راپورونه خپاره کړل چې په ټوله معنا بې بنسټه او بیځایه وه، په راپورونو کې ځینې داسې افواهات او درواغ راوړل شوي وه، چې د ثبوت لپاره یې له مدعي څخه هم لار ورکه ده، او په دې هکله هیڅ کره شواهد او اسناد نه لري. د ر سنیو اساسي دنده او مسولیت د ټولنې د افکارو رغول او مثبت لور ته سوق کول دي، رسنۍ د ټولنې ژبه ده او باید د ټولنې استازیتوب وکړي خو ځینې افغانې رسنۍ دي، چې لګښتونه له پردیو اخلي او د افغاني ټولنې د استازیتوب خبرې کوي، دغه رسنۍ ددې پرځای چې ټولنه کې موجوده افواهات او اوازې په حقایقو بدل کړي، برعکس د ټولنې د اذهانو د مغشوشولو او مخربولو لپاره بې بنسټه او بیځایه معلومات خپروي.
دا د هر افغان مسولیت دی، چې د مثبتو اشخاصو، پروسو او بنسټونو کلک ملاتړ وکړي، څو له دې لارې وکولی شي د ټولنې په وړاندې خپل مسولیت په سمه توګه ادا کړي او یوه سالمه او مخ پر ودې اداره رامنځته کړي.
دې راپورنو برحاله وکیلانو، زورواکانو او قاچاقبرانو ته ددې موقع په لاس ورکړه، چې خپل بیځایه او بې منطقه نیوکې وکړي، خو اوس ولس هوښیار شوی، سیاسي شعور یې پوخوالي ته رسیدلی، ازمایل شوې څېرې نورې نه ازمايي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې له فساد او زورواکۍ پاک پارلمان رامنځته کړي.
په دې برخه کې باید عام ولس او رښتیني افغانان د نوموړې پروسې کلک ملاتړ وکړي، او د مخالفینو په مخ یې کلکه څپېړه ورکړي، او نور هغه چاته اجازه ورنکړي، چې د افغانانو په برخلیک یې اته کاله لوبې وکړې او د ولس په وینو یې معاملې وکړې.
په دې برخه کې باید رسنۍ تر نیوکو لاندې راوستل شي او د خپرو شویو درواغو او افواهاتو پوښتنه ترې وشي، ځکه دوی په نویو ځوانو نوماندانو نیوکې کړي او د اثبات لپاره یې په لاس کې هیڅ نه لري، او منتقدین هم کسان دي، چې د پردیو په کاسه رالوی شول، او تل یې خپلو شخصي ګټو ته ملي ګټو لومړیتوب ورکړی، دوی نور په ولس کې هیڅ سترګې نه لري، تر دې چې پخپلو فیسبوک پاڼو کې له شرمه او د خلکو د منفي کمنټونو له امله خپلې غونډې هم نشي خپرولی، که له دوی څخه ولس د ژوند، شتمنۍ، غیرقانوني کړنو، معاملو، جاسوسي او قاچاق په هکله وپوښتي نو دوی به له ځوابه په ټوله معنا عاجز پاتې وي.
ولس، حکومت او مدني فعالان باید ددې پروسې او ځوانو کاندیدانو کلک ملاتړ وکړي، او زورواکو او غلو ته باید روښانه کړي، چې دوی نور نه غولیږي او په هر ډول چې وي باید ځوان پارلمان رامنځته کول غواړي.