امريکا په افغانستان کې د (پروني نوي زږېدلي ماشوم) او (اوسني ځوان) سره دوه کارونه وکړل

امريکا په افغانستان کې د (پروني نوي زږېدلي ماشوم) او (اوسني ځوان) سره دوه کارونه وکړل
ډاکټر نېک محمد ويیال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
۲۰۰۱ز کال وو. په افغانستان د طالبانو په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په نوم اداره واکمنه وه. د ۲۰۰۱ز کال درېيمه برخه پيل شوې وه او د سېپټمبر مياشت وه. رسنيو خبرونه خپاره کړل، چې په نيويارک او واشنګټن کې د امريکا پر سوداګريزو مرکزونو بريدونه شوي دي. بریدونه داسې وو، چې الوتکو له لوړپوړيزو ودانيو سره ټکر وکړ؛ په سلګونه انسانان يې ووژل او غټ مالي تلفات يې رامنځ ته کړل.

امريکا د بريدونو مسووليت د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده ډلې پر غاړه واچوله. هغه وخت د يادې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې وو. امريکا د طالبانو له واکمنۍ غوښتنه وکړه، چې سعودي ناراضه اسامه بن لادن دې ورته تسليم کړي، ځکه چې د دوی پر خاوره يې بريد کړی دی.

القاعده شبکې د امريکا په بريدونو کې خپل لاس لرل رد کړل، خو امريکا ټېنګار کولو چې بريدونه القاعده ډلې کړې دي. د سېپټمبر له يوولسمې بيا د اکټوبر تر اوومې همدا خبرې روانې وې، چې پر امريکا بريد القاعده شبکې کړی دی، مشر يې په افغانستان کې دی او د افغانستان اسلامي امارت په نوم واکمنه اداره يې بايد ورته تسليم کړي.

طالبانو امريکا ته وويل، چې پر افغانستان د اشغال او يرغل نيت لري، اسامه په ياد کار کې لاس نه لري او د تسليمۍ موضوع يې داسې ده، چې نوموړی د افغانانو ميلمه ده او د افغانانو په تاريخ او کلتور کې دا نشته چې خپل ميلمه بل چاته وسپاري.

د امریکا، طالبانو او القاعده خبرې کومې پايلې ته ونه رسېدې او د امريکا د وخت ولسمشر جورج ډبليو بوش خپل پوځ ته امر وکړ، چې پر افغانستان بريد وکړي، القاعده ډله او طالبان دې دواړه وځپي او له منځه يې بايد يوسي.

د امريکا پوځ ۱۷ کالونه وړاندې، خو په نن ورځ (اکټوبر اوومه) پر افغانستان لومړی پوځي بريد وکړ. طالبانو دغه بريد ته د امريکا د زبرځواکۍ د بريد او يرغمل نوم ورکړ او پر وړاندې يې مقاومت پيل کړ.

د امريکا پر وړاندې د طالبانو مقاومت تر درېيو ورځو وو، له درېيو ورځو وروسته امريکا د طالبانو اسلامي امارت سقوط کړ او په خپله خوښه يې د لنډمهالې ادارې په نوم حکومت جوړ کړ.

وضعيت داسې ښکاره کېدو، چې طالبان او القاعده د تل لپاره په افغانستان کې له منځه لاړل او د امريکا پر ملاتړ د دیموکراسۍ نوې اداره واکمنه شوه. خو دا تعبير له يو - دوه کالونو وروسته غلط ووښت.

طالبانو له خپل سقوط وروسته له امریکانو او د هغې له ملاتړي افغان حکومت سره جګړه پيل کړه، چې په زرګونه افغانان يې قرباني شول او تر نن پوري روانه ده.

امريکا د خپل وسله ۱۷ کلن يرغل په موده کې د (پروني نوي زږېدلي ماشوم) او (اوسني ځوان) سره دوه کارونه وکړل.

هغه ماشوم چې د امريکا د بريد پر وخت (۲۰۰۱) کال کې وزږېد، نو د ژوند ۱۷ کالونه يې په جګړه کې تېر شول. هغه ماشوم دا واورېدل، چې دومره ملکي افغانان، افغان سرتيري، امريکايي پوځيان ووژل شول، الوتکو بمبار وکړ، ځانمرګی بريد وشو، ماين چاودنه وکړه، کسان ترور شول او داسې نور .........

ماشوم دا ولېدل؛ چې الوتکو بمبار کړی، پُل په بمونو الوځول شوی دی، چاودنه شوې، جنازې دي......... هغه ماشوم چې نن ځوان دی او ۱۷ کلنۍ ته رسېدلی دی، همدا اوري او همدا ګوري.

په افغانستان کې د امريکا د پوځي شتون بله پايله دا وه، چې د خپل يرغل سره همزولی ماشوم يې ځوانۍ ته پرې نه ښوود. ماشوم په يو کلنۍ، دوه کلنۍ...........اولس کلنۍ کې ووژل شو او يا هم معيوب شو او يا به هم نن او سبا د جګړې له نورو تجربو وروسته ووژل شوي.