
روهي (نۍ/۱۴ د تلې)، د هندوستان په اترپردېش ايالت کې د يوې مسلمانې کورنۍ ۱۲ غړو د اسلام مبارک دين پرېښودلی او هندو مذهب ته تللي دي.
د بي بي سي د خبر له مخې د کورنۍ مشر اختر علي نوميږي چې اوس يې پر ځان د درم سینګ نوم اېښی، د خپلو درو زامنو، يوې نږور او د کورنۍ اته نور غړي هندوان شوي دي.
دوی وايي، چې زوی يې وژل شوی او په دې پار چې دسيمې خلک او پوليس ورسره همکاري وکړي له اسلام څخه د هندوېزم مذهب ته راغلي دي.
دوی ته په سيمه کې يو هندو د امتياز او همکارۍ په ډول د لنډ وخت لپاره يو کور پرته له کرايې ورکړی دی.
د اختر علي د ميرمنې په شمول د دغه کورنۍ يو شمېر نورې ميرمنې وايي، چې دوی مسلمانې وې او مسلمانې به پاتې شي. د اخترعلي ميرمن وايي، چې د انصاف په پار نه شي کولی چې له خپل دين تېره شي.