
روهي (نۍ/۱۴ د تلې)، په پاکستان کې يو کس له خپلې ناسکه لور سره واده کړی دی. په پاکستان يو کس له يوې کونډې ميرمنې سره واده وکړ، چې له يو څه وخت وروسته يې د نوموړې له لور، چې د کونډې د خاوند ناسکه لور کيږي، واده وکړ.
دغه قضيه د پاکستان سترې محکمې ته رسېدلې ده او قضايانو ويلي دي، چې په دې اړه به جدي پلټنې تر سره کړي.
رسنيو، د لور او مور سره د واده کوونکي کس نوم وارث شاه د کونډې ميرمنې نوم شهربانو او د لور نوم يې سمېرا ذکر کړی دی.
وارث شاه لومړی له ۴۰ کلنې شهربانو سره واده وکړ او له يو څه وخت وروسته يې د نوموړې لور سمېرا ځان ته په نکاح کړه.
د يادې پېښې په اړه پارونکې خبره دا ده، چې له سمېرا سره د واده پر مهال وارث شاه شهربانو ته طلاق نه وو ورکړی.