د پاکستان پوځ د پخواني لومړي وزير نواز شريف ورور میا شهباز شریف ونېولو

روهي (جمعه/۱۳ د تلې)، د پاکستان حکومت وايي چې د پخواني لومړي وزير نواز شريف ورور او په اوس وخت کې د اپوزېسيون مهم مشر میا شهباز شریف يې نيولی دی.

د شريف د نېولو لامل فساد بلل شوی دی او يل شوي دي، چې نوموړی د فساد په يوې قضيه کې ښکېل دی.

میا شهباز شریف په اوس کې وخت د مسليم ليګ نواز ګوند مشر هم دی. د نوموړي ګوند په دپېښه غبرګون ښوودل او يوه سياسي لوبه يې بللې ده.

له دې وړاندې د پاکستان د احتساب محکمې د پخواني لومړي وزير نواز شريف، د هغې د لور مريم نواز او د مريم نواز د خاوند کپټان صفدر د نيولو امر کړی وو، چې پوليسو ونېول.