له داعش تښتېدلې او د جنسي تيری پر وړاندې مبارزې (نادیه مراد) ته د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه

روهي (جمعه/۱۳ د تلې)، د ۲۰۱۸ز کال د سولې د نوبل نړيواله جايزه (نادیه مراد) ته او (ډنیس مکویګي) ته ورکړل شوه.

(نادیه مراد) ځوانه ميرمن ده، چې يو وخت ل داعش ډلې سره وه او په تېښته ورڅخه بريالۍ شوه. نوموړې د جنسي تيرو پر ضد او مخنيوی پار کمپاينونه کول.

ډاکټر (ډنیس مکویګي) هم د نسايي ولادي برخې ډاکټر دی، چې د هغه کسانو درملنه يې کوله څوګ چې د جنسي پېښو قرباني شوي وو.

د رسنيو د راپورونو له مخې، پر (نادیه مراد) باندې هم په عراق کې جنسي تيري شوي وو او د وسله والو له خوا شکنجه شوې وه، چې وروسته يې په همدې برخه کې مبارزه پيل کړه.