
روهي (جمعه/۱۳ د تلې)، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان اروپايي ټولنې ته په تونده لهجه ويلي دي، چې که چېرې په دغه ټولنه کې دوی ترکيه نه اخلي نو په څرګند ډول بايد ورته وويل شي.
اردوغان وايي چې له کالونو راهيسې اروپايي ټولنې ترکيه د غړيتوب د اخېستو په پار منتظره کړې ده او په دې برخه عملي ګامونه نه اخېستل کيږي.
نوموړي دغه ټولنې ته خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې دوی ترکيه په دغه ټولنه کې نه اخلي نو بايد ورته وويل شي، چې ترکيه پر خپله او اورپايي ټولنه پر خپله لار لاړ شي.
ولسمشر اردوغان دا هم ويلي دي، چې د د بيا ځنډ له امله به دغه موضوع د خپل ۸۱ مېلېونه وګړو مخ ته کړي او په اروپايي ټولنې کې د غړيتوب او يا نه غړيتوب پرېکړه به يې ولس وکړي.