
روهي (جمعه/۱۳ د تلې)، په پاکستان کې د (مرور) په نوم د پوليسو پر يوې کمانډو سرتيرې جسني تيری شوی دی، چې په روغتون کې بستر ده او روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښوودل شوی دی.
نوموړې ميرمنې ويلي دي، چې له ونو او وښو په ډکې سيمه کې يو غټ کس پرې بريد وکړ او له هغې وروسته يې پرې جنسي تیری وکړ.
پوليس هم د دغه پېښې پخلی کوي، په اړه يې پلتنې پيل کړي دي خو تر اوسه يې په تور کوم څوګ نه دي نيولي.
قربانې شوې ميرمني په روغتون کې ويلي دي، چې د شپې نېږدې لس بجې يې له نورو سرتيرو سره يوځای ګزمه کوله، چې کور ته د تګ پر وخت کې پرې جنسي تيری وشو.