هند او روسيې دفاعي تړون کړی او امريکا پرې خپه شوې ده

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د تلې)، نن ورځ د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين په يو رسمي سفر هندوستان ته لاړ او هلته يې له نرېندرا مودي سره يو دفاعي تړون لاسليک کړ.

په دغه تړون کې به روسيه پر هندوستان د کاموف- ۲۲۶ په نوم نېږدې دوه سوه چورلکې خرڅې کړي، چې دغه چارې امريکا په اندېښنه کې کړې ده.

له دغه چورلکو پرته د هندوستان او روسيې ترمنځ په شوي دفاعي تړون کې يو شمېر نورې مادې هم موجودې دي، چې د امريکا د نيوکې او خپګان لامل شوي دي.

امريکا د روسيې پر يو شمېر کمپنيو بنديزونه لګولي دي او که چېرې له يادو کمپنيو سره کومه بله کمپني او يا هېواد کړه وړه وکړي، نو پر هغوی هم د امريکا له خوا بندېزونه لګيږي.