
ولسمشر غني د قدرت وږی دی او که ولس پاله مشر!؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په ۲۰۱۴ز کال د ولسمشريزو ټاکنو په لومړيو کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني جنرال دوستم د خپل لومړي مرستيال په توګه اعلان کړ، د نو د یو شمېر افغانانانو په خوله کې دغه خبر ولوېده چې محمد اشرف غني احمدزی د قدرت وږی دی او واک ته د رسېدو په پار يې يو پخوانی جنګسلار او نالوستی کس خپل لومړی مرستيال کړ.
لومړی او دويم ځل ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې. په لومړي ځل هېڅ يو نوماند هم ۱+۵ سلنه رايې تر لاسه نه کړې او ټاکنې دويم پړاو ته لاړې. په دويم پړاو کې په څرګند ډول ولسمشر غني وکولی شول چې د ټول افغان ملت اکثريت رايې تر لاسه کړي، خو د سيال نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د رايو پايلې رد شوې او ولسمشريزې ټاکنې د بحران پر لورې لاړې.
هره ورځ ګواښونه، لاريونونه، بحثونه او ناندرۍ وې. جميعت ګوند داوړه پښې په يو بوټ کې کړې؛ نړيواله ټولنه او افغان ولس يې په دې مجبور کړل چې سياسي واک ورسره تقسيم کړي. ترمنځ يې د امريکا متحدو ايالتو د وخت د بهرنيو چارو وزير جان کيري راغی او د ملي يووالي حکومت په نوم يې يوه نوې سياسي اداره رامنځ ته کړه.
د ملي يووالي حکومت په جوړېدو هغه نيوکې او تورونه چې د ولسمشرېزو ټاکنو په سر ورځو کې پر ولسمشر غني لګېدلی وو، څو برابره شول. نيوکه کوونکو همدا خبره په خوله کې واخېسته، چې محمد اشرف غني د واک تږی دی او د واک لپاره يې د ولس پر رايه معامله وکړه، ترڅو دی ولسمشر شي.
دا چې پورته خبرې او دا پوښتنه چې ولسمشر غني د قدرت وږی دی او که ولس پاله مشر!؟ په لاندې ډول شننه کوو.
۱- د لومړي مرستيال په توګه د جنرال دوستم ټاکل:
هغه وخت چې ولسمشر غني جنرال دوستم په ولسمشريزو ټاکنو کې خپل لومړی مرستيال وټاکلو دوه موخې يې تر شا وې.
- لومړي دا چې افغانستان يو توپيري قومي هېواد دی. له يو ځانګړي قوم څخه د يو کس ولسمشر کېدل شوني دي، خو ښايي دا مانا ورکړي، چې واک په قومي ډول اخېستل شوی دی. ولسمشر غني د افغانانو ترمنځ د شته يووالي د ساتلو لپاره، جنرال دوستم، سرور دانش، احمدصياء مسعود او د نورو قومونو ډيری نورې څېرې له ځان سره په ټاکنيزه ډله کې واخېستې.
دويم لامل دا وو، چې محمد اشرف غني له لوړ فکر او قلم سره هېواد ته راستون شوی وو، خو افغانستان د مافيا او جنګسلارانو ځاله ګرځېدلې وه. په داسې يو وضعيت کې د بې زده کړو خو ولسي کسانو څخه کار اخېستل مجوزه کړنه ده.
۲- د ملي يووالي حکومت منل:
ولسمشر غني به هېڅ وخت هم داسې نه وي کړي، چې خپل ګټل مقام او صلاحيت يې له نور سره نيم کړی وي. يا په خپله جمعيت ګوند او يا هم د بهرنيانو لمسون، داسې يو وضعيیت رامنځ ته کړ، چې هېواد يې د بحران پر لورې رهي کولو. لکه څه ډول چې نن ورځ نړۍ او افغان حکومت په افغانستان کې د جګړې د پای او سولې د پيل په هڅه اخته ده، خو سولې ته د وسله والو مخالفينو کېنول ستونزمن دي، نو په هغه وخت کې هم له برخې پرته د جمعيیت ګوند قناعت سخت کار وو. مطلب دا چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څو کالنه دوره حکومتونه مصلحتي وو، نو ولسمشر غني هم اړ وو، چې د وخت او وضعيت د غوښتنې په اساس داسې يو حکومت رامنځ ته کړي.
۳- اوسنی حالت:
ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ په دې تېرو څلور کالونو کې ډېری خپل نېږدې ملګري په دې خپه کړل، چې په حکومت کې يې برخه ورنه کړه. دا اعتراف هم ولسمشر کوي او هم يې مخالفین او خپه شوي ملګري. که ولسمشر غني د جنرال دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور، ډاکټر عبدالله، انورالحق احدي، احمد ضياء مسعود او نورو ټولې غوښتنې ومني او څوکۍ ورکړي، نو ولسمشر به په راتلونکو ټاکنو کې ښه غښتلی ټيم هم ولري، همدغه سياسيون به يې تر شا هم ودريږي او ملاتړي به يې هم وي. دا چې ولسمشر د حکومت دننه او له حکومت څخه بهر د سياسيونو، سياسي ګوندونو او نورو غوښتنې نه مني او ډيری يې د ولسمشرېزو تاکنو سره په دې نېږدې وخت کې هم له دندو لرې کړل، نو دا په ګوته کوي، چې نوموړی د قدرت وږی نه بلکې يو ولس پاله مشر دی، چې رېښتنی ځواک يې په ولس کې ليدلی دی، نه د ګوتو په شمار سياسي مشرانو کې.