فتح الله گولن په امريکا کې هم خوندي نه دی

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د تلې)، په امريکا د ترکيې سياسي مشر فتح الله ګولن د کور ساتونکي وايي، چې يو وسله وال کس د نوموړي کور ته د دننه کېدو هڅه کوله خو بريالی نشو.

د فتح الله ګولن د کور ګارډ ويلي دي، "يو وسله والو کس د ګولن کور ته را دننه کېدو، هوايي ډزو مو وکړې او نوموړی کس له سيمې وتښتېد."

د امريکا د پنسلوانیا ایالت پوليسو (چېرته چې ګولن اوسي) ويلي دي، چې د ياد مشکوک کس په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

فتح الله ګولن يو ترکيی سياستوال دی، چې د ترکيې په ناکامه کودتا کې تورن پېژندل شوی او اوس په امريکا کې جلاوطن دی.