
ليکوال:ايوب خان پکتين
وروسته له دې چې د امريکا حکومت په افغانستان کې د خپلو او د ناټو د نورو هيوادونو د پوځيانو پخوانى عمومي قومندان ، جنرال سټينلي مک کريسټل له خپلې دندې ګوښه کړو او پر ځاى يې د نوى قومندان ډيويډپيتريوس ځاى ناستى وټاکه ، د ناټو ځواکونو تلفات کم شول ، خو د ملکي بې ګناه وګړو مرګ ژوبله د معمول خلاف څو برابره زياته شوه ، چې ښې بيلګې يې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې د ملکي وګړو ډلييزه وژنه ، د ننګرهار په شيرزادو کې د خپلسرو پوځي عملياتو پر مهال د لسګونو ملکي وګړو وژنه ، د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې د پوځي عملياتو پر مهال د څه پاسه ١٠ تنو ملکي وګړو وژل او ټپي کول ، په خوست کې د خپلسرو تلاشيو پر مهال په يو کور کې د يوې بې ګناه ښځې وژل کيدل او د يوې بلې ټپي کيدل ، د هلمند په بيلابيلو پيښو کې د بې ګناه ملکي نارينه او ښځينه کسانو وژل او ټپي کيدل ، د روانې اونۍ په پيل کې د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په خپلسرو عملياتو کې د ١٧ تنو ملکي وګړو وژل او ټپي کيدل ، همدارنګه د ميدان وردګو په شيخ آباد ولسوالۍ کې د دريو محصلو وروڼو وژل کيدل چې امريکايي ځواکونو د خپل ځان د سپيناوي په خاطر بيا پر دغو درې واړو شهيدو ځوانانو د تروريستانو ټاپه ولګوله او پر ملکي وګړو سربيره په جوزجان کې د ناټو پوځي هوايي عملياتو پر مهال د ملي پوځ د ٤ سرتيرو وژل کيدل او د ١٣ نورو ټپي کيدل ، په غزني کې دې ته ورته پيښه کې د ٦ تنو افغان ځواکونو وژل کيدل او په همدې ډول په ګڼ شمير نورو پيښو کې ، چې د زمري په تيره مياشت او د وږي مياشتې په پيل کې رامنځته شوې وې ، په سلګونو ملکي بې ګناه وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي. چې ناټو يوازې د بخښنې په غوښتنې سره په دې ټولو پيښو غوږ کوڼ کړى دى.
بلخوا که څه هم د وسله والو طالبانو او نورو جنګي ډلو لخوا د سړک غاړې په بمي چاودنو او وسله والو بريدونو پر مهال د ملکي وګړو په درنو مرګ ژوبلو سترګې نه شي پټيداى ، خو د ناټو ځواکونو لخوا اوښتې مرګ ژوبلې دومره درنې او دردوونکې دي ، چې پر افغانانو سربيره يې په ټوله نړۍ کې خلک خواشيني کړي دي، چې دا ټول د پيتريوس وژونکې پاليسۍ پايلې دي.
په داسې حال کې ، چې تر دې مخکې د مک کريسټل د دندې پر مهال د ملکي وګړو دا ډول مرګ ژوبلې ، خپلسري پوځي عمليات تر يو بريده کابو شوي وو او له همدې کبله نومړى د افغان دولت په تيره ولسمشر کرزي ته د پام وړ کس و.
خو پيتريوس بيا د عراق جګړې د خوبونو په عملي کولو لګيا دى او غواړي چې د عراق وژونکې جګړې ستراتيژي او پلانونه دلته په افغانستان کې پلي کړي ، ځکه نوموړي په دې وروستيو کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ، چې د وسله والو پر وړاندې به روانه جګړه په افغانستان کې نور هم زور واخلي.
خو له دې ټولو سره سره لرې نه ده چې ، په افغانستان کې به د پيتريوس وژونکې پاليسي کار و نه کړي ، بلکې که چيرې دا هر څه همداسې دوام وکړي ؛ په کليو او بانډو کې خپلسري پوځي عمليات او تلاشۍ تر سره شي ، بې ګناه ملکي وګړي په زور د تروريستانو په نامه زندانونو ته واچول شي ، د خلکو دودونو عنعناتو او سپيڅلو اسلامي حدودو ته درناوى و نه کړي ، نو هغه ورځ لرې نه ده چې ټول افغان ولس له هراته تر بدخشانه پورې په ولسي قيام يا پاڅون لاس پورې کړي او د ورکړل شويو دردونو ، غمونو او ناخوالو د غچ اخيستلو په موخه له هر ډول غبرګون څخه لاس وانخلي ، چې بيا به يې کابو کول د هيچا له لاسه نه وي پوره.