ډېلې مېل: د ابوبکر البغدادي تر ټولو کوچنی زوی په سوريه کې ووژل شو

روهي (څلورنۍ/۱۱ د تلې)، د ډېلې مېل په نوم ورځپاڼې د عراقي چارواکو له خولې ليکلي دي، چې د داعش ډلې د مشر ابړبکر البغدادي تر ټولو کوچنی زوی د سېپتمر په ۲۲مه په سوريه کې وژل شوی دی.

د عراقي چارواکو د ادعا په اساس ډېلې مېل ليکلي دي، چې نوموړی د سوريې په يو کلي کې د روسيې الوتکو په هوايي بمبار کې وژل شوی دی.

له دې وړاندې رسنيو خبر ورکړی وو، چې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغداي زوی هم په سوريه کې وژل شوی دی.

داعش ډلې د دغه خبر په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.