له ۵۵ کالونو وروسته کاناډايۍ ميرمنې د فزيک د نوبل جايزه تر لاسه کړه

روهي (څلورنۍ/۱۱ د تلې)، ډونا سټرېکلنډ له ۱۹۶۳ز کال را وروسته لومړي ميرمن ده چې د فزيک په برخه کې يې د نوبل نړيواله جايزه تر لاسه کړه.

نوموړې ته دغه جايزه ځکه ورکړل شوې ده، چې د لېزر فزيک په برخه کې موندې او اختراګانې تر سره کړې وې.

ډونا سټرېکلنډ چې د فزيک په برخه کې دوکتورا لري، خوښه دهو چې له يو اوږد ځنډ وروسته يوې ميرمنې ته د نوبل جايزه ورکړل شوې ده.

له دې وړاندې جرمن- امريکايي فېزيک‌پوهې ماريا ګوپېرت په ۱۹۶۳ کال کې په فزيک کې د اتوم د زرو په برخه کې د نوبل جايزه اخېستې وه.