ګاټ gatt :general,agreementon, tariffs, and trade

په ۱۹۴۷ ز کال یو په بل پسې دوه سوداګریز تړونونه لاسلیک شول ، لومړی تړون کیوبا هېواد په پلازمېنه هاوانا کې د ملګرو ملتونو د یوه کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو ، ددغه تړون له مخې پریکړه وشوه چې نړیوال سوداګریز سازمان (international trade organization –ITO) د جوړ شي ، خو د رایو د اتفاق سره دغه سازمان جوړ نه شو ، ځکه د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې د هغه منشور و نه منلو ، د امریکا متحده ایالاتونو د دغه سازمان په منشور کې د خیر ښیګڼې په هکله په یوه ماده (SOCIAL CLAUSE) باندې نیوکه لرله ، د کومې له مخې چی غړو هیوادنو د کار او زیار یو معیار ټاکي.

دوهم د تعرفې او سوداګرۍ ژمنلیک ؤ چې د ۱۹۴۷ ز کال په اکتوبر میاشت کې لاسلیک شو ، دا د مال په بدل کې د مال پر سوداګری مشتمل ؤ ، خو وروسته د دغه ژمنلیک ځینې سوداګریز اصول په څو ځلې بدل شول ، په ۱۹۹۴ ز کال ددغه ژمنلیک ځینې نوي اصول وټاکل شول ، او ځینې نور یې بدل شول ، خو د ۱۹۴۷ ز کال د اصلي ژمنلیک متن ته بدلون ور نه کړل شو ، د ۱۹۹۴ ز کال اصول د ۱۹۴۷ ز کال د gatt سر ه بیخي په ټکر کې ؤ ، په لومړي په ژمنلیک کې د ګډون لپاره د منځمهالي وړاندیز پاڼې په هکله یو پروتوکول کول (the protocol of provisional application) موجود ؤ ، خو د ۱۹۹۴ ز کال له اصولو څخه وایستل شو د نړیوال قانون له مخې gatt سازمان کوم قانوني اعتبار نه لري.

ددغه ژمنلیک غړو هیوادونو د خپلو ملي ادارو څخه تر اوسه پورې د هغه دمنظورۍ لپاره خپلو ځانونو ته زحمت نه دی ورکړی له دې امله پر دغه ژمنلیک باندې لاسلیک کوونکو هیوادونو ژمنه کوونکې ډلې (contracting parties)وایی gatt له ۱۹۸۶ ز کال څخه تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د لاتینې امریکا د یوه هیواد یوروګوای د مذاکراتو په وسیله د نړۍ د یوه نوي سوداګریز سازمان (world trald organization – WTO) د جوړولو لپاره لاس په کار ؤ ، دغه سازمان د ۱۹۹۵ ز کال د جنورۍ په لومړی نېټه د بې وزلو هیوادونو د ښکېلولو د یوي وسیلی په حیث په بشپړه توګه رامنځ ته شو تر دې وروسته gatt شاته وغورځول شو.

له Gatt سره د شتمنو هیوادونو یو لنډمهالی ژمنلیک ، هغه مهال له ملګرو ملتونو څخه دا هیله کېدله چې هغه به تر خپلې څارنې لاندې کوم سازمان جوړ کړي خو شرایط داسې راجوړ شول چې نوی سازمان جوړ نه شو.

په ۱۹۶۴ ز کال هغو مخ پر ودې هیوادونو چې دشتمو هیوادونو د تعرفې او سوداګرۍ د ژمنلیک gatt مخالف وو (پر سوداګرۍ او پرمختیا باندې دملګرو ملتونو کنفرانس (united nations conference on trade and develop )جوړ کړ ، خو د وخت په تیریدو سره ملګرو ملتونو داسې شرایط را منځته کړل چې اوس WTO پر سوداګری او پرمختیا باندې د ملګروملتونو کنفرانس ) یو دبل په ملتیا په کار بوخت دي، او دواړو د بې وزلو هیوادونو د لوټولو لپاره په جینوا کې نړیوال سوداګریز مرکز (international trade centre) په نامه تاسیس کړی دی.

په نوموړي سوداګریز سازمان کې ټول ۱۰۴ هیوادونه غړیتوب لري .