شاعر : محمد نذير قيومي
تا چې زما سره وعدې د خدمتو کړې
زه دې تیر ایستم را جوړې دې نخرې کړې
زه دې در په در تیکه کړم آواره شوم
تا پرې جوړې زما په وینو ښې بنګلې کړې
سر دې پرې شه آخر داسې خو څوک نه کړي
په جهاد دې زما جوړې مسخرې کړې
د تاریخ پاڼه به څنګه ویاړي تاسې؟!
چې مو کور په کور بدۍ راته خورې کړې
ستا د کړو له لاسه ډیر ډیر شرمنده یم
په بدیو دې اخته راته درې کړې
ای مکاره په زړه یو او په خوله بل یې
نور دې ورکې شه خبرې ، بې فایدې کړې
اوس دې بیا ګوره په بل لباس ځان جوړ کړ
چې په بل نامه مې بیا ورکې ریښې کړې
په هیڅ وخت داسې خدمت ندی چا کړی
لکه تاسې چې مو مځکې راته سرې کړې
زه د بخت یارۍ ته سترګې یم په لاره
که مې سترګې د غلیم ګوره ړندې کړې
د نذیر زړګی به هلته په تا سوړ شي
د سختۍ نه چې په څو ډوله نارې کړې
وروستي