
روهي (څلورنۍ/۱۱ د تلې)، د ايران حکومت تېره ورځ د (زینب سیکان) په نوم يوه ۲۴ کلنه انجلۍ اعدام کړه، چې نړيوال غبرګونونه يې راپورته کړل.
د ايران قضايي وروسته له هغې د (زینب سیکان) د اعدام حکم ورکړ، چې نوموړې د کورني تاوتريخوالي وروسته خپل خاوند ووژلو.
د (زینب سیکان) په اړه د ايران قضايي ادارو ويلي دي، چې نوموړې د کورني تاوريخوالي وروسته خپل خاوند ووژل او د محکمې له خوا پرې د اعدام حکم وشو، چې تېره ورځ اعادم شوه.
د ټولنيزو رسنيو ترڅنګ د بښنې نړيوال سازمان هم د ايران د دغه پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښوودلی.
د (زینب سیکان) مدافع وکيلانو ويلي وو، چې نوموړې د وداه پر مهال ۱۵ کلنه وه او دا په خپل ذات کې د جنسي تيريی يو ډول دی، چې د خاوند له خوا پرې تر سره کېدو.