د خلکو خبرې باید ستاسې ارادې ونه نړوي!

پیدا شوي، ژوندي یو او اوسیږو؛ همدا ژوند دی. کله چې پیدا کيدو د لوی خداوند (ج) رضا وه، ژوندي یو د خداوند(ج) اراده ده او ځکه اوسیږو چې د خداوند(ج) رضا او ارادې ته غاړه کیږدو.

خدای تعالی (ج) انسانان په داسې ځای کې خلق کړي چې دلته یې د دوی په څېر له شمار ډېر نور مخلوقات هم پیدا کړي دي او انسانان یې یو اشرف جز دی.

نړۍ ته خدای (ج) انسان تنها نه دی رالیږلی بلکې هر انسان یې له انسانانو سره یوځای کړی او د ”انسان“ کلمه یې ”انسانان“ کړي ده. دغه ټول انسانان د یو انساني نظام تر چتر لاندې ژوند کوي، په دغه نظام کې هر انسان د نړۍ د یو موجود په صفت ځانته پخپله یو نظام تشکیلوي. هغه نظام د ده د ژوند لار او ګودر دی. دا چې یو انسان څنګه، له چاسره، چیرته او کله ژوند کوي د ده د ژوند د نظام له برخو څخه دي.

کله چې انسانان په یوه ګڼه کې سره راټول او د خپل د ژوند نظامونو(چلندونو) څخه د ځانونو لپاره یو ځانګړی کلتور او فرهنګ ټاکي او تر ډېره سره ورته ژوند کوي دغه ګڼې ته ټولنه وایي. په ټولنه کې د ژوند کولو لپاره انسان اړ دی په ټاکلي خطونو د ژوند سفر لاروی اوسي خو لازمه نه ده چې یو انسان دې د بل انسان تګ باندې لاسوهنه ولري او د ده د تګ پر انداز، مخکې او وروسته والي ناوړه انتقادونه وکړي. انسانان باید هڅه ونه کړي چې د ژوند پر مسیر باندې د خپل د تګ ښه توب پر ځای د نورو پر تګ خبرې وکړي بلکې نور پریږدي چې خپل ژوند لا غوره کړي چې دا کار په خپله د پرمختګ لار ته ځان هڅول او هم نور هوسا او نیکمرغیو ډک ژوند ته پریښودل دي. که چیرې یو انسان د بل په خیر او ښګڼه باندې خوښ اوسي د خدای(ج) د رضا تر څنګ به یې د بل انسان رضایت هم ترلاسه کړی وي.

د نورو په ژوند کې د لاسوهنې یو کمزوری ډول په نورو پسې خبرې کول دي چې دغې کمزوري کار د ډیر غښتلیو انسانانو د پرمختګ لار ډپ کړي ده او دغه کار یوازې کمزوري انسانان ترسره کوي. هېڅکله باید هڅه ونه کړو چې د نورو په ژوند او کارونو پورې خبرې وکړو او نورو ته دا ښکاره کړو چې زموږ وس او توان همدا خبرې کول پاتې دی. زما او ستا په خبرو کولو سره به نه د چا کور ودان او نه به هم ویجاړ شي خو که چیرې نورو خلکو راپسې خبرې کولې زموږ غوره ځواب دوی ته بې توپیره او خاموش پاتې کیدل دي.

دا چې خلک نورو پسې خبرې کوي شاید زیات لاملونه ولري چې یو څو ځانګړي یې دلته لولو؛
لومړی: په یو چا پسې شاته خبرې کول هر کله د انسان شاته خلکو له خوا ترسره کیږي، کله چې په تاسې پسې خلک خبرې کوي نو له وړاندې باید وپوهیږئ چې دا کار له تاسو ډېر شاته خلک کوي. شاته خلک یعنې هغوی چې ستاسو مقام (هغه که هر څه وي) نشي زغملی او دا هم غواړي چې ستا مقام او یا هغه څه چې ته یې لرې دوی یې هم ولري خو دا چې دوی نشي کولای ترلاسه یې کړي د دوی وروستۍ هڅه او توان همدا له شا څخه خبرې کول پاتې وي. که د خلکو له خوا شاته خبرې کیدې نو وپوهیږئ چې تاسې یو ښه مقام لرئ.

دویم: دوی چې له شا څخه غږيږي یو لوی لامل یې دا کیدای شي چې هفوی غواړي له تاسو څخه هغه رازونو او طرزونه نقل کړي چې تاسې یې د پرمختګ او هوساتوب تر پوړیو رسولي یئ او بریالیتوبونه یې درکړي دي خو دا چې خلک نشي کولای دغه رازونو ته ورسیږي، دا یې د بېوسۍ وروسته حد دی چې له شا څخه رنګارنګ خبرې وکړي خو د داسې خلکو پر وړاندې غبرګون ښودل ستاسو د کمزورۍ شاهدي ورکوي، اړینه ده چې دوی پریښودل شي هغه څه وکړي کوم څه چې ورته د دوی تنګ فکره مغزه وایي.

که تاسې د خلکو خبرو له امله ځانونه ودردوئ، ژوند به مو ډېر لنډ او تنګ وي. نو خوشحاله ژوند وکړئ او خلکو ته د خبرو کولو لپاره یو څه پریږدئ، چې دوی پرې وغږیږي.
په درنښت