د هندوستان د خپلواکۍ پلار (مهاتما ګاندي) د زوکړې ۱۵۰مه کليزه په کابل کې ولمانځل شوه

روهي (درې نۍ/۱۰ د تلې)، د هندوستان ولسي مشر مهاتما ګاندي، چې د هندوستان د خپلواکۍ د پلار لقب هم ورکړل شوی دی، د زوکړې ۱۵۰مه کليزه يې نن ورځ په کابل کې ولمانځل شوه.

په کابل کې د هند سفارت خونې ته افغان او د يو شمېر بهرنيو هېوادونو ډپلماټان ورغلي وو او د ګاندي په کړنو او مبارزې يې رڼا واچوله.

مهاتما ګاندي له نن څخه ۱۵۰ کالونه وړاندې په ۱۸۶۸ز کال کې په هندوستان کې زږېدلی وو، چې د وخت د يرغلګر ځواک انګرېزانو پر وړاندې يې کالونه مبارزه وکړه.

د مهاتما ګاندي مبارزه ځکه ستايل کيږي، چې نوموړی د عدم تشدد په مفکوره ؤ او مبارزه يې تر ډېره په مدني نافرمانيو او سوله ييز ډول باندې وه.