دعابدې سادات درې غزلې
غزل
ته مې ځان ته مې جانان یې زمامینه تاسره ده
راته خوږلکه ایمان یې زمامینه تاسره ده
ستادښکلي مخ رڼاشي شاوخوارانه چارپېره
لکه لمرپه شنه اسمان يې زمامینه تاسره ده
هرسهاردې لکه پرخه په سپېڅلواوښکولمانځم
ماته سم دګل په شان یې زمامینه تاسره ده
که هرڅودهیرومه یاره هېڅ مې نه هیریږې
له خپل ځانه راته ګران یې زمامینه تاسره ده
عابدې په یونظردې هرپرهرمې ټکوریږي
زخمي زړه ته مې درمان یې زمامینه تاسره ده
غزل
وایم نورصبرمې نشې یاره زړه درځینې غواړم
زمازړه دې هم ستازړه شي یاره زړه درځینې غواړم
چې په مړوسترګوکې ګرانه غلی غلی راته ګورې
ډیرخونکاره دباڼه شي ګرانه زړه درځینې غواړم
چې په مخه راته راشي بس هرڅه له مانه هیرشي
یارهم بیرته چوپه خوله شي ګرانه زړه درځینې غواړم
بینوامې رخصت نه کړې په زارویمه جانانه
چې زړګی مې درنه ښه شي ګرانه زړه درځینې غواړم
که لاسونه سره ورکړوعابدې وطن به جوړ شي
په نفاق که پښتانه شي ګرانه زړه درځینې غواړم
غزل
زماتپوس ته اوس جانان نه راځي
دزخمي زړه ته مې درمان نه راځي
که په ژوندون رانه جداشوې یوځل
بیاددمینې څه ارمان نه راځي
اخیربه خاورې شي دګل ځواني دې
چاوې په سروګلوخزان نه ر اځي
کوې دوکه تل دروغجن لالیه !
ستاپه وعدومې هېڅ ګمان نه راځي
دغم باران کې عابده لاهوشوه
لایې هم اوښکې په ګریوان نه راځي
یادونه : دغه شعرونه ماله درنې خورعابدې سادات نه دتیرپه څیرله تلفون اخیستي
په درنښت
رحماني
وروستي