
روهي (درې نۍ/۱۰ د تلې)، د يونانو پوليس وايي چې ۴۰ هغه افغان کډوال يې د ياد په مرکز آتن ښار کې نيولي دي، چې د سوريي کډوالو پر يو کمپ يې د بريد پلان درلود.
پوليس وايي چې درې ورځې وړاندې د افغان او سوريايي کډوالو ترمنځ نښته وشوه چې په پايله کې يې د سوريې يو وګړي ووژل شو. د پوليسو په وينا چې له هغې وروسته افغان کډوالو د سوريې پر ګډوالو د بريد پلان درلود چې ونېول شول.
امنيتي سرچينو دا هم ويل دي، چې د نۍ ورځې په نښته کې د ګډون له امله يې ۷۰ سوريي وګړي هم نيولي دي، چې له دواړو خواوو پوښتنې راوانې دي.