په ايران کې ۴۶ کسان د شرابو د څښلو له امله وژل شوي دی

روهي (درې نۍ/۱۰ د تلې)، د ايران په يو شمېر ولايتونو کې په لسګونه کسان د کم کفيت الکولو د څښلو له امله په روغتونو کې بستر دی، چې د ناروغان له منځ تر اوسه ۴۶ کسان ژوند له لاسه ورکړ.

د ايران د روغتيا وزارت مسوولين وايي چې په سلګونه کسانو داسې شراب څښلي چې کيفيت ټېټ وو او له امله يې ناروغان شوي دي چې د يو شمېر کسانو روغتيايي وضعيت نازک دی.

قضايي ادارو هم اووه کسان نيولي دي، چې ياد الکولي مشربات يې را وارد کړي او يا هم توليد کړي وو.

ايران اسلامي هېواد دی، خو د شراب خرڅلاوو او څښل په کې په څرګند ډول تر سره کيږي، چې د کم کيفيت په اساس يې ځيني وخت پايلې ګواښوونکې وي.