
روهي (درې نۍ/۱۰ د تلې)، د ر اپورونو په اساس د چين حکومت د دغه هېواد په يو شمېر سيمو کې په بهانو چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي، نيږدې تر يو مېلېون مسلمانان نيولي دي او يو شمېر جوماتونه يې تړلي دي.
ملګرو ملتونو هم د چين د حکومت له خوا د دغه کار په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د مسلمانانو د نيولو چاره د چين د واکمن کمونېسټ ګوند د لوړپوړو چارواکو له خوا تر سره کيږي.
راپورونه وايي چې د مسلمانانو د نېونې چاره د واکمن ګوند لوړپوړی چارواکی (چېن چوانګو) کوي، چې موخې يې ښايي نورې وي.
په نړيواله کچه او د نړۍ د اسلامي هېوادونو د چين واکمن ګوند له خوا د (چېن چوانګو) په مشرۍ د مسلمانانو د نېونې کړنه غندل شوې ده او سخت غبرګونونه يې راپورته کړي دي.