په اندونيزيا کې د زلزلزې او سونامي د تلفاتو وروستۍ شمېرې

روهي (دوه نۍ/۹ د تلې)، د اندونيزيا په (سولاویسي) جزيره کې د تېرې جمعې پر ورځ سخته زلزله وشوه، چې په سلګونه کسانو ته يې تلفات ورسول.

د اندونيزيا دولتي سرچينو ويلي دي، چې په دغه زلزله کې ۸۳۰ کسان وژل شوي، ۵۰۰ ټپيان او په لسګونه ورک شوي دي، چې د ژغورنکو ډلو له خوا يې د پلټنې چارې پيل شوې دي.

دغه زلزله چې د رېختر په کچه اووه درجې ښوودل شوې ده؛ له سونامي سره مل وه، چې په زيات شمېر ځمکې او کورونه يې هم وران کړي دي.

په ياده زلزله او سونامي کې په ګڼ شمېر هټۍ، د خرڅلاو پلورنځي، روغتونونه، ښوونځي او مارکيټونه هم وران شوي دي.

اندونيزيا په نړۍ کې د هغه هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د زلزلې او نورو طعبيي پېښو شمېرې په کې لوړې دي.