پاکستان: هندي پوځيانو راڅخه چورلکه په ډزو وېشتلې ده

روهي (دوه نۍ/۹ د تلې)، د پاکستان تر والکې لاندې د کمشير ايالت لومړی وزير فاروق حیدرخان وايي، چې تېره ورځ د هند پوځ د دوی پر يوې چورلکې ډزې کړې دي او غورځولې يې ده.

د فاروق حیدرخان په وينا، چې چورلکې د پاکستان تر کنټرول لاندې کمشير کې؛ پر پوله الوتنه درلوده، چې د هندي پوځيانو تر بديد لاندې راغله.

د هندوستان د پوځ يو جنرال هم ويلي دي، چې پوځيانو يې پر يوې پاکستانۍ چورلکې ډزې کړې دي، خو د تلفاتو په اړه يې مالومات نه دي ورکړي.

واک ته د عمران خان له رسېدو وروسته د پاکستان او هندوستان اړيکې کړکېچنې شوې دي او په نيويارک کې هم د دغه دوه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره ونه کتل.