ولسمشر ټرمپ: زه او (کېم جونګ اون) په یو بل مین يو

روهي (دوه نۍ/۹ د تلې)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ تېره ورځ د ختیځې ورجینا ایالت کې يوې غونډې ته وينا کړي او ويلي دي، چې زه او کېم جونګ له يو بل سره په مينه کې لوېدلي يو.

ولسمشر ټرمپ ويلي دي، "چې زما او د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ د لومړي وخت خبرې تندې او تېزې وې، خو له يو څه وروسته مو ورسره ولېدل، او پر يو بل مينه راغله."

ټرمپ دا هم ويلي دي، چې د شمالي کوريا د مشر غوښتنه دا ده چې له ما سره يو بله ناسته هم ولري، ځکه چې د تېر جون ناسته ډېره ګټوره وه.

واک ته د ولسمشر ټرمپ له رسېدو وروسته نوموړي د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون سره ډيری لفظي شخړې او ټوېټونه وکړل، خو د سېنګاپور له ناستې وروسته د دواړو اړيکې ښې او خوږې شوې.