
روهي (يوه نۍ/۸ د تلې)، د سوريې د بهرنيو چارو وزير وايي چې له هغه وروسته چې سوريې له روسيې اس–۳۰۰ دفاعي سېسټم واخېست نو کولی شي، چې د اسرائيلو ځواب پرې ورکړي.
د سوريې د بهرنيو چارو وزير ولید معلم له يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي، چې د اسرائيلو له خوا سوريې ته متوجې ګواښ اوس کولی شو، د اس– ۳۰۰ سېسټم په واسطه ځواب کړو.
که څه هم امريکا روسيې ته د اس– ۳۰۰ او اس– ۴۰۰ سېسټمونو د نه خرڅلاوو ګواښ کړی وو، خو روسيې په يو شمېر هېوادونو باندې دغه سېسټم خرڅ کړ.