
روهي (يوه نۍ/۸ د تلې)، د هندوستان د بهرنيو چاره وزيرې سوشما سواراج تېره ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډو کې ويلي دي، دي چې پاکستان کې ترېستان ساتي او ملاتړ يې کوي.
نوموړې په تنده لهجه وينا کړې او دا تور يې پوري کړی دی، چې پاکستان هم تروريستان روزوي او هم يې پټنځايونه ورکوي.
نوموړې دا هم رد کړې ده، چې ګواکي هندوستان په لوی لاس له پاکستان سره د سولې خبرې تخريبوي او شاته تګ ورڅخه کوي.
پاکستان او هندوستان له دې وړاندې هم د يو او بل پر وړاندې تورونه پوري کړي دي، د ترورېزم پر ملاتړ او لاس وهنو يې سره تورن کړي دي.