په اندونيزېا کې سختې زلزلې او سونامي ۳۸۰ کسان ووژل

روهي (نۍ/۷ د تلې)، د اندونيزيا په (سولاویسي) سيمه کې يوې سختې زلزلې چې وروسته سونامي هم ورسره ملګرې شوه وه او شدت يې ۷.۵ ريکټر ښوودل شوی؛ نېږدې ۳۸۰ کسان وژلي دي.

د زلزلې له امله د د بحر د اوبو لاندې زلزلې يا سونامې چې د څپو جګوالی يې دوه متر وو، نېږدې سيمې لاندې کړې او د مرګ - ژوبلې شمېرې يې پورته کړې دي.

د اندونيزيا په (سولاویسي) ايالت کې د زلزلې ځانګړې سيمه د (پالو) په نوم ياديږي او ډيری خلک يې اوس د تېښتې په حال کې دي.

د يادونې وړ ده چې يوه مياشت وړاندې هم په اندونيزيا کې زلزله شوې وه چې نېږدې ۴۶۰ کسان يې ووژل.