د امريکا د بحري پوځ ۱۱۵ مېلېونه ډالر ارزښت لرونکې (F-35B) جېټ الوتکه لوېدلې ده

روهي (نۍ/۷ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو د بحري پوځ (F-35B) جنګي جېټ الوتکه چې قيمت يې ۱۱۵.۵ مېلونه امريکايي ډالر ښوودل شوی دی، تېره ورځ لويدلې ده.

دغه جېټ الوتکه د سويلي کارولېنا په بېفورټ سيمه کې د مارېن پوځي اډي سره نېږدې لوېدلې ده. چارواکي وايي چې د الوتکې پېلوټ ژغورل شوی دی او د ټپونو د درملنې په پار روغتون ته لېږل شوی دی.

F-35B جنګي جېټ الوتکې هغه نوی ماډل دی، چې د چورلکې په ډول عمودي ناسته کولی شي او کمې فاصلې ته اړتيا لري.

د امريکا پوځ تېره اونۍ ويلي وو، چې دغه جنګي جېټ الوتکې به افغانستان ته هم ولېږي، ترڅو د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ترې کار واخېستل شي.