
روهي (جمعه/۶ د تلې)، د امريکا غږ اشنا وېب پاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه نن ورځ ۱۱ طالب وسله والو ته د اعدام سزا تائيد کړه.
پوځ ويلي دي، چې دغه کسانو په پاکستان په دولتي او پوځيانو ځايونو بريدونو کې لاس درلود او نن ورځ د پوځ د مشر باجوه له خوا يې د اعدام حکم تائيد شو.
په دغه کسانو تور دی چې ۴۹ پاکستانيان چې ۲۰ پاکستاني سرتيري وو وژلي او ۱۴۸ نور ټپيان کړي دي. پوځ نه دي ويلي، چې دغه يوولس کسان د پاکستاني طالبانو په کومې ډلې پورې تړاو درلود.