له ۶ زره نجونو سره يې جنسي اړيکې تر سره کړې وې، خو د وروستۍ جنسي اړيکې پر مهال ومړ

روهي (جمعه/۶ د تلې)، د (زانفانتیي رومیو) په نوم يو ايټاليي کس چې د خپل ژوند په اوږدو کې يې له شپږ زره ميرمنو او نجونو سره جنسي اړيکې تر سره کړې وې، هغه مهال ومړ چې له يوې ۲۳ کلنۍ جينۍ سره يې د جنسي اړيکو هڅه کوله.

د (Maurizio Zanfanti) په نوم يوې مشهورې ايټالياوۍ رسنۍ ليکلي دي، چې دغه کس هڅه کوله چې د جنسي اړيکو په برخه کې نړيوال رېکارډ خپل کړي.

هغه جينۍ چې نوموړی پر وړاندې ومړ رسنيو ته ويلي دي، چې (زانفانتي رومیو) د جنسي اړيکې مخکې د زړه سکته وکړه او ځای پر ځای ومړ.

د (زانفانتي رومیو) نېږدې دوستان او خپلوان وايي چې نوموړي دا هيله درلوده ترڅو مرګ يې هم د خپلې خوښې نجونو په منځ کې پېښ شي او همداسې وشول.