جاپان داسې موټر جوړ کړ، چې تر ۹۰٪ له پلاستيک په کې کار اخېستل شوی دی

روهي (جمعه/۶ د تلې۹، د جاپان د کاډو د صنعت يوې کمپنۍ داسې يو موټر جوړ کړی دی، چې تر نوی سلنه يې پرزې او مواد له پلاستيک څخه دي.

د دغه موټر يوه ځانګړتيا دا ده چې په لويه کې يې د نورو موټرونو په پرتله وزن سپک دی او په خپله د موټر د ماشين وزن د نورو موټرونو څخه ۴۰ سلنه سپک دی.

پلاستيک ښايي په نورو ډېرو څېزونو کې د ګټې وړ وي، خو د موټرونو په جوړلو کې د پلاستيک څخه ګټه اخېستنه د اوسپني په پرتله ډېره کمه ده.

له پلاستيک جوړ شوي دغه موټرونه اوس محدود دي، خو په راتلونکي به بازار ته هم د خرڅلاوو لپاره وړاندې شي.