روحاني: ټرمپ مونږ انزوا کولو خو دی په خپله منزوي شو

روهي (جمعه/۶ د تلې)، د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي چې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ هڅه کوله چې ايران منزوي کړي، خو نوموړي د نيويارک په غونډه کې وښووده چې امريکا يې د يوې نوې انزوا په لور رهي کړې ده.

ايرانی ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ له نيويارک خپل هېواد ته راستون شو او د خپل سفر په اړه يې د تهران په مهراباد هوايي ډګر مطبوعاتي کنرانس ورکړ.

د نيويارک په ناسته کې ټرمپ او حسن روحاني د يو او بل پر هېواد تورونه پوري کړل او دوی يې په يو شمېر ناقانونه چارو کې تورن کړل.

ټرمپ د ايران حکومت د ترهګرو ملاتړی او ديکتاتور ياد کړ او همدا ډول حسن روحاني د ټرمپ ژمنې ماتونکی کس ياد کړ.

له هغې وروسته چې امريکا له ايران سره د ۲۰۱۵ز کال له اټومي تړون څخه بهر شوه، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې کړکېچنې او امريکا پر بنديزونه ډېر کړل.