د هند د ستر محکمې نوې پرېکړه: زنا جرم نه دی

روهي (جمعه/۶ د تلې)، د هندوستان سترې محکمې په دغه هېواد کې يو قانون رامنځخ ته کړ چې له مخې يې زنا کول په جرم کې نه شمېرل کيږي.

محکمه وايي چې که چېرې واده کړل شوي کسان (خاوند يا ميرمن) له بل کوم کس جنسي اړيکې تر سره کړي نو جرم نه شمېرل کيږي.

محکمې ويلي دي، چې پخوا قانون داسې وو، چې له خاوند پرته له کوم بل کس سره د جنسي د اړيکو تر سره کول جرم وو او دغه قانون ميرمن د خاوند مليکت جوړ کړی وو، چې د جنس مساوات يې تر پښو لاندې کړی وو.

د يادونې ده، چې له دې يو څه وخت وړاندې د هندوستان ستر محکمې د همجنسګرۍ قانون هم تصويب کړ چې له هرکلي سره مخ شو.