
روهي (جمعه/۶ د تلې)، هالنډي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په پلازمېنه کې يې اووه هغه کسان نيولي دي، چې هلته يې پر يوې غونډې د ځانمرګو واسکټونو او موټربم په واسطې د يو لوی بريد پلان درلود.
د هالنډ لويې څارنوالۍ رسنيو ته ويلي ديی، چې دغه کسان يې د امسټردام ښار سره نېږدې د بلجيم او جرمني په ګډه پوله کې نېولې دي.
په خبرپانه کې ویل شوي دي، چې نېول شوي کسانو مشر يو عراقی وګړی دی، چې ۳۴ کاله عمر لري او د نورو عمرونه هم له ۳۰ کلنۍ پورته نه دي.
له دغه کسانو څخه د بندو دروازو ترشا پوښتنې راوانې دي، ترڅو مالومه کړي چې په کومې ډلې پوري تړاو لري او چا دغه کار ته هڅولي وو.