
روهي (جمعه/۶ د تلې)، د قزاقستان په پلازمېنه (آستانه) کې يو ماشوم د يوې لوړپوړزې ودانۍ له لسم پوړ لاندې را لوېدلی دی خو د ګاونډ له خوا يې ژوند ژغورل شوی دی.
دغه ماشوم د خپل اپارتمان څخه د بيرون وتلو هڅه کوله چې په دې هڅه کې د اپارتمان له لسم منزل لاندې لويدلی خو د کور لاندې ګاونډي يې ژوند ژغورلی او نوموړی ته يې نجات ورکړی دی.
د ماشوم ګاونډي وايي چې زه متوجې شوم چې يو ماشوم د لسم منزل لاندې را ځوړند وو، نو ما هم پرته د وخت له ضايع د هغې د ژغورنې لپاره هڅه وکړه او د را لوېدو په وخت کې مې په غيږ ونېو.
روغتياپالان وايي چې اوس ماشوم په روغتون کې دی او روغتيايي وضعيت په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی.