عمران خان د نواز شريف د شېدو (مېښې) خرڅې کړې

روهي (جمعه/۶ د تلې)، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت د پخواني لومړي وزير نواز شريف مېښې بولۍ ته وړاندې او په ۱۹۵۰۰ امريکايي ډالرو يې خرڅې کړې.

په نواز شريف تور دی، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د دولت بودېجه په فساد خرڅ کړې ده او اوسني حکومت په نوموړي پوري اړوند څېزونه خرڅوي او د حکومت بوديجې ته يې سپاري.

له دې وړاندې د پاکستان حکومت د پخواني لومړی وزیر نواز شريف يو شمېر زغروال کاډي هم بولۍ ته وړاندې او خرڅ کړي وو.

نواز شريف په تېر جولای کې د پاکستان د حکومت له خوا سره د خپلې لور او زوم ونېول شول، خو د لوړې محکمې په نوم د پاکستان بلې محمکې د دوی د خلاصون پرېکړه څه وخت وړاندې صادره کړه.