
په ۱۹۵۵ زکال د عراق او ترکيې ترمنځ یو نظامي تړون لاسلیک شو چې د بغداد د اتحادیی په نامه یی شهرت درلود.
یو کال ورسته پاکستان ، ایران او انګریزانو په دغې اتحادیه کې شامل شو امریکا د څارونکی د غړي په توګه د دغې اتحادیی سره همکاري کوله.
په ۱۹۵۸ زکال په عراق کې نظامي کودتا وشوه په ۱۹۵۹ زکال کې عراق د دغې اتحادیی څخه ووت او د اتحادیې مرکز انقرې ته نقل شو چې ورسته د سینټو یا مرکزي اتحادیی په نامه یادیدلو.
په هغه وخت کې چې په عراق کې کودتا وشو ه جمال عبدالناصر په یوګوسلاویا کې ؤ د دغې کودتا د سیمي حالات ډیر بحراني کړل او ددې امکان ؤ چې امریکا یان او انګریزان به خپلې قواووې په بیروت او عمان کې پياده کړي د حالاتو سره د مقابلې په غرض جمال عبدالناصر سمدلاسه مسکو ته سفر وکړ ده په مسکو کې د خرسچف د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې (موږ د عراق په کودتا خبر وو او اوس د سینټو د اتحادیی ټول اسناد د مصر لاس ته ورغلي دي ) شورویانو غوښتل چې دغه اسناد دوی ته ورکړل شي خو جمال عبدالناصر ونه منله.
امریکایانو غوښتل چې افغانستان هم د دغې اتحادیی غړی شي خو افغانستان د ایران او پاکستان سره په اړیکو کې ستونزې لرلې ایران د هلمند د سیند د اوبو څخه ډيرې اوبه غوښتې په داسې حال کې چې افغانستان د ایران دا غوښتنه نه شوای پر ځای کولای پاکستان د پښتونستان په موضوع بانډې د افغانستان سره خبرو ته نه حاضریدو.
د افغانستان سیاسی موقف دا و تر څو چې د ایران او پاکستان سره اوسنی ستونزې موجودې وي افغانستان نه شي کولای چې د دغو هیوادونو سره په اتحادیو کې شامل شي او افغانستان نه شي کولای چې د یوه نړیوال قوت یعني شوروي اتحاد چې ۱۴۸۱ میله ګډه پوله ورسره لري په مقابل کې ودریږي.
د سینټو نظامي اتحادیه د معینو موخو له پاره چې امریکایانو او انګریزانو غوښتل جوړه شوی وه خو د اتحادیی نورو غړو د غربي نړۍ موخې په نظر کې نه نیولې دوی خپل اقتصادي او تخنیکي ودې ته متوجه و نو ځکه پّ ۱۹۶۱ زکال دغه اتحادیه منحله شوه او په ځای یې د سیمه ییز پراختیا او همکاری ټولنه R.C.D جوړه شو ه چې غړی یې ایران پاکستان او ترکیی هیوادونه ؤ.
په ۱۹۶۳ زکال افغانستان د ایران څخه د اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه خو ایران افغانستان ته وویل تر هغو چې افغانستان په R.C.D کې غړی هیواد نه شي تر هغو به د افغانستان سره اقتصادي مرستې ونه کړي