نن ورځ د تلې پنځمه، د شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت ۲۲ تلين

نن ورځ د تلې پنځمه، د شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت ۲۲ تلين
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

له نن څخه ۲۲ کالونه وړاندې په همدې ورځ، چې پر کابل ښار د خزان موسم نوې څپې راخورې شوې وې او د کورنيو جګړو د قربانيانو وينه په سړکونو روانې وې، افغانانو د خپلې بې وسۍ په پايله کې يو هېوادپاله ولسمشر ډاکټر نجيب الله له لاس ورکړ.

شهيد ډاکټر نجيب الله د وينې توېدنې د مخنيوي او په هېواد کې د سولې په پار پرته له کوم امتياز څخه ټول دولت د مجاهدينو په نوم په ايران او پاکستان کې وسله والو ډلو ته خوشی کړ. له شهيد ډاکټر نجيب الله سره ژمنه او تړون شوی ؤ، چې دوی به هم په ټول هېواد کې سوله راولي او هم به نوموړی د خپل شخصي ژوند په پار له هېواد څخه بهر ليږي. خو هغه وخت چې د مجاهدينو ډلې کابل ته را دننه شوې نو د جنرال دوستم ملېشه ځواکونو چې د مجاهديینو په نوم له ډولو سره يې هوکړې او پټ تړونونه کړي ول، نوموي ته د بهر تګ اجازه ورنه کړه او له هوايي ډګر يې بېرته راستون کړ. شهيد ډاکټر نجيب الله د کورنيو جګړو صحنې ونه لېدې او نوموړی په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې بندي ؤ، خو له حال يې خبرېدو.

پنځه کاله مجاهد نومي ډلو په خپل منځ کې سره ووژل او د کابل تاريخي ښار يې د جګړو ښار او ورانيو ښار جوړ کړ، دوی هغه ژمنې ماتې کړې چې له شهيد ډاکټر نجيب الله او افغان زورېدلي ولس سره يې کړې وې.

د مجاهدينو حکومت پای ته ورسېد او د طالبانو په نوم وسله وال تحريک په ډېرې تيزې او کم وخت کې پراخه نفوذ پيدا او تر پلازمېنې کابل را ورسېدل. کابل ته د طالبانو په را دننه کېدو سره څو کسانو د طالبانو په نوم نيغ د ملګرو ملتونو دفتر ته لاړ او هلته يې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله په ډزو ووېشت او شيهد يې کړ. دوی وروسته د شهيد ډاکټر نجيب الله جسد د کابل ښار په اريانا څلورلارې کې په دار کړ او په ډېر سپکو په ډول يې سېګرټ او پيسې هم ورسره ځوړند کړي.

د شهيد ډاکټر نجيب الله له شهادت وروسته بيا تر نن هم کره شواهدو نه دي موندل شوي، چې دا څرګنده کړي، چې نوموړی چا او ولې شهيد کړ؟ خو په دې اړه ډيرې لېکنې او تحليلونه ليکل شوي دي.

د افغانانو ډيری شمېر په دې باور دی، چې د طالبانو ترمنځ پاکستاني جنرالانو نوموړی په دې جرم شهيد کړ، چې د ډيورنډ نه منل شوې کرښه يې ورسره نه لاسليک کوله.

يو شمېر نور بيا وايي، چې د ډاکټر نجيب الله د وخت ملګري چې وروسته د مجاهدينو او طالبانو ليکو ته تللي ول، نوموړی شهيد کړ او هغه غچ يې ترې واخېست چې د دوی ناوړه او پردۍ پالو کړنو ته ډاکټر نجيب الله هغه وخت خنډ وو.

شهيد ډاکټر نجيب الله نن ورځ د مېلېونه افغانانو په زړونو کې ځای لري او له خلک يې هغه وړاندوينې نن ورځ يوه - يوه ګوري چې نوموړي لسيزې وړاندې کړې وې.

روح يې ښاد او لاره يې تل پاتې!
نېک ويال