
دهغو ژمنو سره سره چې نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول دامریکا متحدو ایالاتو لس کاله وړاندې دافغان ولس دسوکالۍ او ددغه ټاټوبي د یواځني اسکلیټ د رغولو په اړه وکړې دادې ګورو چې نه یواځې هغو ژمنو کوم ځانګړې ځای ونه نیوه بلکه ترڅنګ یی افغانستان دیو نوي خطرناک پړاو پولو ته د رسیدو په درشل کې دې. داوسني رژیم له راتګ سره سم نړیوالې ټولنې دافغانستان هر اړخیز ملاتړ ته سینه وډبوله او په دغه هیواد کې یی دیوې تلپاتې سولې، رغونې او ښیرازۍ په موخه په زرهاوو پوځي او ملکي یونټونه راورسول. انګیرنه دا وه چې نړیوال غواړي افغانستان او په ځانګړي ډول کابل دنړیوالو معیارونو په درلودو داسې ورغوي لکه ددویمې نړیوالې جګړې وروسته یی چې دجرمني دهغه مهال پلازمینه برلین ورغاوه ولې دا ټولې ژمنې لکه دیوې توپاني بړبوکۍ په څیر دخسواو خځلو سره مل او په ډیره چټکۍ ددغه هیواد له حریمه د و تو پر پاڼ ودریدې. ددې ټولو ترڅنګ باید وویل شي چې نړیوالې ټولنې په څرګند ډول له افغانستان سره د خپلو مادي مرستو بوجۍ پرانستې او په خلاص مټ ېې په ملیاردونو ډالر ددغه هیواد خزانې ته د ډالۍ او بسپنو په توګه اعلان کړل چې له مخې یی دخپلو ولسونو یو مخیز ملاتړ تر لاسه او له هر اړخیز پلوه یی د ویجاړ افغانستان د جغرافیوي پولو په دننه کې خپل شتون ته قانوني سند جوړ کړ. افغانان که څه هم د بهرنیوو سرتیرو په شتون خوښ نه بریښیدل خو دا چې دیرش کلنې جګړې او په ترڅ کې یی خپلسريوو نظامونو او کورني اخ او ډب هغه سیک د دوۍ له سره تښتولې و چې یو مهال به یی دویء دیو میړني قوم په نوم نومول دوۍ ومنل او په دې تمه چې ګوندې اوس به نړیوال دغه ټوک ټوک شوې او د پرمختګ له کاروانه پاتې شوې څاروان په ریښتیني ډول دعروج او معاصرې پرمختیا پرلیکو ودروي، خو داسې ونه شول
نړیوالو خپلې مرستې دخپلو ګومارل شویوو سلاکارانو او راوړل شویوو موسساتو له خوا دلګښت مالي چلن ته واچولې چې په پایله کې دادې ګورو د ملیاردونو ډالرو له مرستو سره سره بیا هم د یو څو شخصي ودانیوو او دحکومتي چوکاټ په دننه کې د ټیت کیفیت په درلودو دسترو لارو په نسبي ډول جوړیدو پرته هرڅه لکه د دارلامان ماڼۍ په څیر په خپل پخواني کالبود ولاړ پاتې دي. بېوزلي لا هماغسې دښارونو په واټونو واکمنه ده، بې کاري لا تراوسه ژوندي او مړه انسانان د ایران پر پولو اړوي را اړوي، کډوال لا هم د پردیوو هیوادونو ناز وړلو ته له مجبورۍ هوسیږي او دپوهې کچه لا هم دیوولس ملیونه انسانانو په سرونو کې دځای نیونې په تمه ده او هغه دنسبي سولې ډنډورې هم دادې دسترو ښارونو له دروازو دوتلو لارې څاري او یوځل بیا ټپي افغانستان پر غړیدولو سترګو د یو بل خطرناک اوښتون دشیبو غموونکې څپرکې لولي